راشئ ډالر پرېږدو
الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

مونږ ارام ملت وو ، خــدايـــه چـــا مـــونږ راببر کــړلــــو

مونږ وو خير غوښتونکي ، خدايه چا اخته په شر کړلو

مونږ ډارول نه کــړل ، خدايـــه چا مونږ دهشتګر کړلــو

مونږ بنسټپال نه وو ، خدايــه چا مونږ بنيادګر کړلــــو

مونږ ورانکاري نه وو ، خدايه چا مونږ ويرانګر کړلــو

وو د مينـــې وروڼـــه ، چــا لـــه يـــوه بل مـــرور کـــړلــــو

وژنو اوس يو بل ، دا کوم شيطان مونږ ګر په سخر کړلو

دا جادو د چا وه ، چې له ژوند يـــې ﻻس په سر کړلـــو

* * * * * * * * *

هر څه څنګه پېښ شول ، دغه سوال ځوابول غــــــواړي

چـــــا ورانکاري وروزل ، دا څوک وو پېژندل غــــــواړي

دوست دی که دښمن دی ، د دوی کړه وړه ارزول غواړي

چــــا شيطانت کـــــړی ، د شيطان مـــــخ تورول غـــواړي

* * * * * * * * *

داســـــې مالـــوميږي ، چې دا هر څه غټ شيطان کـــړي

غټــــه مرسته دوی سره ، دې کار کې پاکستان کــړي

دا د ولس کار نه دی ، دا بد کـــوم بد انسان کــــړي

ټولې توطئـــــــې وې ، دا دښمنو د افغـــــان کـــړي

* * * * * * * * *

زور و د ډالـــر ، خــــدايږو خراب زور د ډالــر کــــــړو مونږ

کور دې ډالر وران کړې ، دوی دښمن د خپل ټبر کړو مونږ

واورئ د قــــيام ، چـــې دې ډالـــــرو در په در کـــــړو مونږ

راشئ ډالــــر پرېږدو ، د ورورۍ ﻻس سره ورکـــــړو مونږ

ووځو لـــــه تيارو نه ، خپل ځــــانونـــــه منور کـــــــړو مونږ

بس کړو ورور وژنه ، نور د سولې ټينګ سنګر کړو مونږ

ټول په جرګه کښينو ، انتخاب ځان ته رهبر کــــړو مونږ

راولـــــو قانون ، د خـــــودسريو ټول ټغـــــر کــــــــړو مونږ

واړه په اتفاق شو ، وطن خلاص له اشغالګر کړو مونږ

ټينګې ملاوې وتړو ، اباد سمې او غــــــر کــــــــړو مونږ

کاڼـــــي يې لعلونـــــه ، د وطن خـــاوره سره زر کړو مونږ

هــــر يو هېــــوادوال ته ،انساني ژوند برابر کـــــړو مونږ

 

والدورف،جرمني

 


March 29th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان